د ایران انتخاباتو کې یو کاندید د روحاني په پلوۍ تېر شو

د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو له کاندیدۍ تېر شوی کاندید اسحاق جهانګیري

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو کاندید او د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري، د حسن روحاني په پلوۍ له خپلې کاندیدۍ تېر شو.

حسن روحاني غواړي د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې د مې په ۱۹ نېټه ترسره کېږي، د دوهمې دورې لپاره ولسمشر شي.

جهانګیري یو اصلاح غوښتونکی دی او باور دا دی چې نوموړی د دې لپاره چې د حسن روحاني د بریالیتوب چانس زیات کړي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید شوی و.

نوموړي په یو شمېر ټلوېزیوني مناظرو کې د حکومت د اوسنیو پالېسیو دفاع کوله.

د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې جهانګیري په فارس ولایت کې خپلو پلویانو ته وویل، له دوی سره به یوځای راتلونکو انتخاباتو کې حسن روحاني ته رأیه ورکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران د ولسمشرۍ د څوکۍ بل کاندید د تهران ښاروال باقر قالی‌باب د مخکښ کاندید ابراهیم رئیسي په پلوۍ له خپلې کاندیدۍ لاس واخیست.

رئیسي چې ویل کېږي د ایران د مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‌اي د خوښې کاندید دی، د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دې هېواد د اوسني ولسمشر حسن روحاني مهم رقیب بلل کېږي.

د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د جمعې په ورځ ترسره کېږي.