د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې د حکومت ۳۵ وسلهوال مخالفین وژل شوي.
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د «سېلاب ۵» په نوم دا عملیات د افغان ګډو ځواکونو لهخوا د سې شنبې په ورځ د ولایت د مرکز شااوخوا او د الینګار ولسوالۍ په ځینو سیمو کې پیل شوي چې پهکې ځمکني او هوايي ځواکونه برخه لري.
د لغمان د چارواکو په وینا، پرون د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو د دوو مشهورو قوماندانانو قاري دروېش او قاري مبارز په ګډون ۳۵ وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۲۰ نور يې ټپیان دي.
د لغمان د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نهده اوښتې، خو د وسلهوالو مخالفینو لهخوا یوه توغول شوي هاوان دوه مېرمنې وژلي او درې ماشومانیې ټپیان کړي دي.
د لغمان د امنیه قوماندان مل پاسوال فضلاحمد شیرزاد ویلي چې د سې شنبې په ورځ په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې ځینې سیمې له وسلهوالو پاکې شوي او تر هغې به دا عملیات دوام وکړي، څو چې ټولې سیمې د وسلهوالو مخالفینو پاکې شي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د لغمان د چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.