اروپايي ټولنې پولنډ او هنګري ته د مهاجرو په اړه خبرداری ورکړی

اروپايي ټولنې پولنډ او هنګري ته خبرداری ورکړی او ویلې‌ یې دي چې له راتلونکې میاشتې څخه دې د مهاجرینو منل پیل کړي.

د ختیځې اروپا دوو هېوادونو د کډوالو په اړه د هغه پروګرام مخالفت کړی چې اروپايي ټولنې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې تصویب کړی دی.

د دغه پروګرام له مخې د ختیځې اروپا هېوادونه باید د سوریې، عراق او ایریتریا ۱۶۰ زره کډوال چې دا مهال په یونان او ایټالیا کې اوسېږي، ومني.

د اروپايي ټولنې د کډوالو د چارو رئیس ډمېټریس اوراموپولوس"Dimitris Avramopoulos" پرون سې شنبه په فرانسه کې خبریالانو ته وویل:

"له پولنډ او هنګري چې تر اوسه‎یې ان یو له دې کډوالو هم نه‌دی منلی، غواړي چې همدا اوس دا کار پیل کړي."

نوموړي زیاته کړه، دا هغو هېوادونو ته چې ورو کار کوي، وروستی خبرداری دی، څو خپل مسؤلیت ترسره کړي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو د چارو د کمېشنر په وینا، تر اوسه له یونان او ایټالیا ۱۸زره کډوال نورو هېوادونو ته استول شوي دي.