سور صلیب: یمن کې کولرا ناروغۍ ۱۸۴ کسان وژلي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون وویل، په یمن کې د کولرا ناروغۍ له تېرې میاشتې راهیسې تردې دمه ۱۸۴ کسان وژلي دي.

له دې یوه ورځ مخکې د یمن حکومت په پلازمېنه صنعا کې بېړنی حالت اعلان کړ او د نړیوالو د مرستو غوښتنه یې وکړه.

صنعا د ایران د پلوي حوثي نهضت د یاغیانو په ولکه کې دی او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره جګړه کوي.

په تېرو دوو کلونو کې د دې جګړې له کبله له لسو زرو زیات کسان مړه او میلیونونه نور یې بېځایه شوي دي.

دې جګړې همداراز د یمن زیاته برخه تاسیسات له منځه وړي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په یمن کې محدود شمېر روغتیايي تاسیسات فعال دي او له درېیو دوه برخې وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د اپریل له ۲۷ مې نېټې تراوسه ۱۸۴ کسان د سخت اسهال له کبله مړه شوي او د کولرا د یوولس زره کېسونو په اړه راپور ورکړل شوی دی.