سوریه وايي د امریکا لخوا د ډله ییزي وژنې تور بې بنسټه دی

د سوريې حکومت وايي چې په يوه زندان کې د ډله ییزې وژنې او د مړو له منځه وړلو تور چې د امریکا له خوا ورباندې لګېدلی، په بشپړه توګه بې بنسټه دی.

د بهرنیو چارو وزارت يوه اعلاميه خپره کړې ده او ویلي يې دي چې دا تورونه د هاليووډ د فلمونو په شان دي او د امریکا د تېري او لاسوهنو د توجهه کولو هڅې دي.

اعلاميه دوې ورځې وروسته له هغه راغلې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوريې پر حکومت تور پوري کړ چې له دمشق څخه دباندي په يوه زندان کې يې زرګونو بنديان وژلي او د هغوی مړي يې په ډليېزه توګه سوځلي دي.