د روسیې لوړپوړو چارواکو ته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د محرمو معلوماتو افشا کېدو په ډموکراتانو او په کانګرس کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو تر منځ تاوده بحثونه راپورته کړي.
دوی د ولسمشر دغه عمل د یوه بېباکه عمل په توګه غندلی او اندېښنهیې پرې څرګنده کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ټویټر له لارې له روسیې سره د معلوماتو د شریکولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د ولسمشر په توګه ده غوښتل چې له روسیې سره دغه معلومات په سپینه ماڼۍ کې په یوې خلاصې غونډه کې شریک کړي.
هغه ویلي دي د دې بشپړ صلاحیت لري چې د ترورېزم او د الوتکو د پروازونو د مصونیت اړوند حقایق شریک کړي.
ټرمپ زیاته کړه، د بشري دلایلو او هم دې ته په پام سره چې روسیه د اسلامي دولت ډلې او ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، ده دغه کار کړی دی.
د ټرمپ له دغو څرګندونو مخکې د هغه د ملي امنیت سلاکار مکمسټر د واشنګټن پوسټ، روېټرز او یو شمېر نورو رسنیو لهخوا د دغو راپورونو له خپرېدو سمدستي وروسته هغه رد کړی و.
کرملېن هم په یوه بیان کې د رسنیو دغه ادعاوې بېبنسټه او پوچې بللې دي.
کرملېن په یوه بیان کې د رسنیو دغه ادعاوې بېبنسټه او پوچې بللې
رسنیو د ځینو سرچینو له قوله چې نومونهیې نهدي افشا شوي ویلي چې هغه محرم معلومات چې ټرمپ د مې په لسمه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د روسیې سفیر سرګي کیسلیاک ته افشا کړي، د استخباراتي معلوماتو د یوې حساسې پروسې په ترڅ کې د متحده ایالاتو یو شریک دې هېواد ته ورکړي و.
د راپورونو له مخې دغه شریک چې هویتیې پټ ساتل شوی، واشنګټن ته د دې اجازه نهوه ورکړې چې دغه معلومات له مسکو سره شریک کړي.
د ټرمپ دغه عمل د متحده ایالاتو له شریک سره چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې داخلي کړیو تهیې نفوذ کړی، همکاري له خطر سره مخامخ کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکمسټر
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مکمسټر خبریالانو ته وویل:
"د امریکا ولسمشر ته تر بل هر څه زیات د امریکا د خلکو امنیت مهم دی او هغه جدي ګڼي. هغه معلومات چې تيره شپه خپاره شوي غلط دي. ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر یو لړ هغو ګواښونو چې دواړو هېوادونو ته متوجې دي خبرې کړې دي. د مثال په توګه د هغه ګواښ په اړه چې د ملکي هوایي چلند شبکې ته متوجې دی خو هېڅکله هم د معلوماتي منبعې یادونه ونهشوه. ولسمشر د هغو پوځي عملیاتو په اړه چې له مخکې یې خبر نهدی ورکړل شوی، خبرې نهدي کړي. د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن په ګډون دوو نورو امریکایي چارواکو چې په دې غونډه کې یې حضور درلود همدغه زما خبره کړې ده."
د هغو معلوماتو له مخې چې امریکایي رسنیو ورکړی، ولسمشر ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې له خپل حده وړاندې تللی او د داعش لهخوا د ګواښونو او په الوتکو کې له لپ ټاپ کمپیوټرونو د استفادې په اړه پر جزئیاتو خبرې کړي دي.
ولسمشر دغهراز د هغو معلوماتو په اړه چې دی یې ترلاسه کوي هم څرګندونې کړي او ویلي يې دي چې د داعش د ګواښونو په اړه ده ته هره ورځ معلومات ورکول کېږي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور جان مککېن
د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور جان مککېن چې د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشري کوي په دې اړه خبریالانو ته وویل:
"دا د اندېښنې وړ خبره ده. راځئ چې جزئیاتو ته منتظر شو چې ایا په رښتیا دا کار شوی دی."
خو ډموکرات سناتور کرېس کوونز وویل، دا یوه ټکان ورکوونکې پېښه ده.
د هغه په وینا هغه راپورونه چې وایي، ولسمشر ښایي محرم معلومات د روسیې له لوري سره شریک کړي وي او هغه هم په اوس وخت کې چې متحده ایالات په کور دننه او بهر له ستونزو سره مخامخ دی، د ژورې اندېښنې وړ خبره ده.