کندهار کې د یوه سوداګر د تښتونې په تور درې تنه نیول شوي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، هغه درې تنه یې نیولي چې شااو خوا شپږ میاشتې وړاندې یې یو سوداګر تښتولی او بیا یې وژلی و.

د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه درې تنه یې تېره شپه د ښار ا ړوند په دریمې حوزه کې نیولي دي.

ښاغلي دراني زیاته کړه تښتوونکو د محمد عیسی له کورنۍ د دوو لکو امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه او کله یې چې غوښتنه ونه منل شوه نو نوموړی سوداګر یې وواژه.