خوګیاڼی: جلال اباد ښار کې چاودنې ۲ملکیان وژلي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه د جلال اباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیې سیمه کې د حبیب الله په نوم د یو تن په حجره کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، په همدې حال کې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د دوو تنو ترمنځ د حقوقي شخړې د رامنځته کېدو په ترڅ کې یو تن په ډزو سره ټپي شوی دی چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.

د خوګياڼي په خبره د دواړو قضیو په تړاو پولیسو پلټنې پيل کړي.