د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي چې د چپې درې ولسوالۍ په جګړه کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه جګړه کې څلور افغان سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ښاغلي مصمم زیاتوي چې وسله والو طالبانو نن سهار څلور بجې د چپې درې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې په شا وتمبول شوه.
طالبان هم ادعا کړې چې د چپې درې په جګړه کې یې افغان ځواکونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.