چارواکي: د بغلان برکه کې ۳۲ وسله وال مخالفین وژل شوي

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د برکه ولسوالۍ په جګړه کې یې ۳۲ وسله وال طالبان وژلي او یو شمېر نور یې ټپيان کړي دي.

د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین نن خبریالانو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر برکه ولسوالۍ ډلیزه حمله وکړه چې د افغان هوايي ځواک په مرسته په شاوتمبول شوه.

ښاغلي اکرام الدین خپل لوري ته اوښتې مرګ وژبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.