د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د چپې درې ولسوالۍ په امنیتي پوستو یې د وسلهوالو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو دغه حمله نن سهار څلور بجې پيل کړې چې اوس هم روانه ده.
ښاغلی دهقان زیاتوي چې تر دا مهاله جګړه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي.
د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې جګړه کې افغان سرتېرو او وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې معلومات نشته.
د چپې درې ولسوالۍ د نورستان او کونړ مرکز اسعداباد ته په غځیدلې لار پرته ده چې وخت نا وخت پرې وسلهوال طالبان حملې کوي.
د یوه بل خبر له مخې د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې برکه ولسوالۍ یې د وسلهوالو طالبانو ډله ییزه حمله په شاتمبولې ده.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د دغو دواړو حملو په اړه څه نهدي ویلي.ازپ