کونړ چارواکي: پر اسعداباد د راکټ پر لګېدو ۲ رئیسان وژل شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې مرکز اسعداباد ښار باندې د یوه راکټ د لګېدو په پېښه کې د ولایت د بشري منابعو او د آترا رئیسان وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډيو ته وویل چې دغه حمله نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې ده چې له امله یې یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

ښاغلی مصمم زیاتوي د بشري منابع رئیس سنګر افغان او د اترا رئیس محمد ناصر نومېدل چې دواړه په پېښه کې وژل شوي دي.

د کونړ چارواکي د حملې مسؤلیت پر وسله‎والو طالبانو اچوي، خو هغوی تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ويلي.