افغان چارواکي وايي د کندز د قلعه‎زال مرکز یې له طالبانو ونیو

د افغانستان په شمال کې د پامیر د ۲۰ مې فرقې چارواکي وايي چې د کندز د قلعه‎زال ولسوالۍ مرکز یې له وسله‎والو طالبانو ونیوه.

د دغې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي رسنیو ته وویل، افغان ګډو ځواکونو د پامیر۵ په نامه دغه عملیات نن سهار پيل کړي چې تر اوسه په کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

قلعه‎زال ولسوالۍ شاوخوا لس ورځې وړاندې وسله‎والو طالبانو ونیوله.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.