په لغمان کې د ۵ ماشومانو له وژل کېدو وروسته ملګروملتونو یو وار بیا د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دادامیچي یاماموتو پرون دوشنبه په یوه بیان کې په لغمان کې د یوې کورنۍ د پنځو ماشومانو پر وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، دا د افغانستان د جګړې په فصل کې یوه له ګڼو پېښو څخه ده.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې تېرکال د افغانستان جګړه کې د ماشومانو د تلفاتو شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې ۲۵ زیات و.
د یکشنبې په ورځ د لغمان په مرکز مهترلام کې پنځه ماشومان په داسې حال کې ووژل شول چې لوبه یې کوله او د هاوان ګولۍ پرې ولګېده.
د وژل شویو ماشومانو عمرونه له ۶ تر ۱۲ کلونو پورې ښودل شوي دي.