د اندونیزیا د ښځو د ملاتړ او د ماشومانو د ساتنې وزیره افغانستان ته سفر کوي.
په کابل کې د اندونیزیا سفیر (عارف) پرون دوشنبه وویل، مېرمن یمبیسیس "Yembises" به لومړنۍ اندونیزیايي وزیره وي چې افغانستان ته سفر کوي.
سفیر همدا راز وویل، افغانستان کې د ښځو ملاتړ په کابل کې د اندونیزیا د سفارت، د افغانستان د حکومت، اروپايي اتحادیې، ملګروملتونو او امریکا لپاره یوه مهمه مسئله ده او افغانستان ته د اندونیزیايي وزیرې سفر د دوو هېوادونو د اړیکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر وویل چې د دغه هېواد د ښځو د ملاتړ او د ماشومانو د ساتنې وزیرې وروسته له دې د کابل د تګ پرېکړه وکړه چې د افغانستان ولسمشر اندونیزیا ته رسمي سفر وکړ.
ولسمشراشرف غني د تېر اپریل په پنځمه نېټه په جاکارتا کې د اندونیزیا له ولسمشر او نورو چارواکو سره د دوو هېوادونو پر اړیکو او د افغان ښځو د وضعیت په ښه کېدو کې د اندونیزیا پر رول خبرې وکړې.