امریکا د الاسد حکومت د زرګونو بندیانو په ډله ییزو وژنو تورن کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د بشارالاسد حکومت د زرګونو بندیانو په ډله ییزو وژنو او د هغو د مړو په سوځولو تورن کړ.

د بشار الاسد پر رژیم دا تورونه د ملګروملتونو په کوربه‎توب په جینیوا کې د سوریې د سولې د خبرو تر نوي پړاو یوه ورځ مخکې ولګول شول.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځني ختیځ لپاره تر ټولو جګپوړي چارواکي سټوارت جونز "Stuart Jones" وویل، واشنګټن په دې اړه معلومات د بشري چارو له باوري ادارو او د امریکا له استخباراتي شبکې ترلاسه کړي دي.

ده همدا راز وویل، باورکېږي چې د بشار الاسد حکومت د ورځې شاوخوا ۵۰ تنه دمشق ته نېژدې د سیدنایې "سیدنایه" په پوځي محبس کې اعداموي.

جونز زیاته کړه:

"ما په ځلونو ویلي چې موږ هغو جنایتونو سخت ترهولي یوو چې د سوریې رژیم یې کوي او دا جنایتونه ظاهراً د روسیې او ایران په بې قید او شرطه ملاتړ ترسره کېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه یو شمېر عکسونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا د هغه محبس د ودانیو دي چې بندیان په‎کې په ډله ییز ډول وژل کېږي.