سور صلیب: یمن کې د کولرا ناروغۍ تر دې دمه ۱۸۴ کسان وژلي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون وویل، په یمن کې د کولرا ناروغۍ له تېرې میاشتې راهیسې تر دې دمه ۱۸۴ کسان وژلي دي.

له دې یوه ورځ مخکې د یمن حکومت په پلازمینه صنعا کې بیړنی حالت اعلان کړ او د نړیوالو د مرستو غوښتنه یې وکړه.

صنعا د ایران د پلوي حوثي نهضت د یاغیانو په ولکه کې دی او د سعودي عربستان په مشرۍ له نړیوال سره جګړه کوي.

په تېرو دوو کلونو کې د دې جګړې له کبله له لسو زرو زیات کسان مړه او میلیونونه نور یې بې‎ځایه شوي دي.

دې جګړې همدا راز د یمن زیاته برخه تأسیسات له منځه وړي دي.

د ملګروملتونو د اټکلونو له مخې په یمن کې محدود شمېر روغتیايي تأسیسات فعال دي او له دریېو دوه برخې وګړي د څښاک پاکې اوبه نه‎لري.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د اپریل له ۲۷ مې نېټې تر اوسه ۱۸۴ کسان د سخت اسهال له کبله مړه شوي او د کولرا د ۱۱ زره کیسونو په اړه راپور ورکړل شوی دی.