د رسنیو د راپورونو له مخې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې هغه ته هغه مهم محرم معلومات ورکړي دي چې ښايي د داعش ډلې په اړه د استخباراتي معلوماتو سرچینه له ګواښ سره مخامخ کړي.
سپینې ماڼۍ سمدستي دا راپورونه چې واشنګټن پوست ورځپاڼې، رویټرز خبري آژانس او ځینو نورو رسنیو پرون خپاره کړي رد کړل.
خو د کانګرس ډیموکراټانو او یو شمېر جمهوري غوښتونکو د دې حساسو معلوماتو افشا کول غندلي او دا کار یې خطرناک او غفلت بللی دی.
رسنیو د ځینو چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د مې په لسمه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف او په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سیرګي کیسلیاک سره په کتنه کې هغو ته هغه محرم معلومات ورکړي چې د خورا زیاتو حساسو استخباراتي معلوماتو د شریکولو په لړ کې د امریکا د یوه متحد له خوا چمتو شوي و او دې متحد چې نوم یې نهدی اخېستل شوی، له مسکو سره د دې معلوماتو د شریکولو اجازه واشنګټن ته نه وه ورکړې.
څارونکي وايي، ښايي د ولسمشر ټرمپ دا پریکړه د امریکا له دې متحد سره چې د داعش ډلې په منځ کې د کار د څرنګوالي په اړه حساس معلومات لري، همکاري زیانمنه کړې.