په ننګرهار ولایت کې د داعش وسلهوالو یو ۱۲ کسیز ګروپ چې مشري يې تعویذ خان کوله د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته له خپلو وسلو سره یوځای د سولې پروسې سره يوځای شول.
په دې یوځای شوې ډله کې یو تن ماشوم چې په خبرهيې ۱۲ کلن دی هم شامل دی.
دی وايي، داعش وسلهوالو سره د ده په عمر نور تنکي هلکان هم شته چې د داعش په ډله کې جنګېږي او هغوی ورته د وسلو د استعمال طریقې هم ښودلي:
"نوم مې لعل محمد دی، د اچین ولسوالۍ یم، داعش سره وم، هغوی سره مې په پوستو جنګونه کول په پيکا او کلاشینکوفونو باندې داعش راته دا چل وښوده او اوس راغلم د سولې پروسې سره یوځای شوم زه به دولس کلن یم."
د دې ګروپ مشر تعویذ خان خاکسار وايي، دوی د لومړیو وختونو نه د داعش وسلهوالو سره یوځای شوي وو او په خبرهيې کله چې پوه شو چې دا د پاکستان پروژه ده، دوی سولې ته غاړه کېښوده.
نوموړی وايي، په روانو عملياتو کې اوس د داعش ډلې ملا ماته شوې او نور د ختمېدو په حال کې دي.
دی زیاتوي:
"څومره مشران چې د داعش دي هغه لهمنځه تللي دي او کشرانيې پاتې دي او څومره چې افغانان ورسره دي د هغوی هم همدا لاره ورته پاتې ده اوس چې موږ ولیدل د داعش ملا ورماته شوې ده."
د سولې پروسې سره د یادو کسانو د یوځای کېدو پر مهال د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي وويل، دغو داعشيانو خپلې درنې او سپکې وسلې هم حکومت ته وسپارلې.
نوموړی وايي:
"د تعویذ خان په نوم ۱۲ کسیز ګروپ د خپلو درنو او سپکو وسلو سره یوځای زموږ د ملي امنیت کارکوونکو د هلوځلو په پایله کې د سولې پروسې سره یوځای شول دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښودلې."
د دې یوځای شوې ډلې د معلوماتو له مخې اوسمهال د داعش وسلهوالو د رهبرۍ کسان لهمنځه تللي او په نېږدې وخت کې به هغه نور افغانان چې داعش ډله کې جنګېږي د دوی په څېر د سولې لار غوره کړي.
راپور: شاهمحمود شینواری