خوست: ځوانان دې د سولې هڅې ډېرې کړي

په خوست کې یو شمېر مدني فعالان، د سولې شورا غړي او د بېلابېلو ټولنیزو سازمانونو استازي د سولې په ټېنګښت کې د ځوانانو ونډه مهمه بولي او وايي چې اوسنیو مثبتو ذهنېتونو ته په کتو، ځوانان باید د دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې پراخې او چټکې کړي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ "په سوله کې د ځوانانو ونډه" تر سرلیک لاندې په یوه یو ورځني سیمینار کې راټول شوي وو، وویل چې ځوانان کولای شي د ټولنیزې ميډیا، رسنیو، هنر، سپورټ او نورو ټولنیزو فعالیتونو او ازادو بحثونو له لارې خلک د سولې لپاره یو موټی کړي.

یاد سیمینار چې د ټولنیز، فرهنګي، پوهاوي او بیارغونې بنسټ په نوښت جوړ شوي و، د سازمان یوه استازي سپین روان نورزی وویل، د دا ډول پروګرامونو څخه يې هدف دا دی، تر څو هغه ځوانان چې په ورانکارو کړنو بوخت دي، سوله‎ییز ژوند ته راوګرځي.

یاده دې چې څه موده مخکې افغان ولسمشر په ارګ کې د حزب اسلامي د مشر د ښه راغلاست غونډې ته ویلي وو چې د هغه په راتګ سره د افغان حکومت له لوري د سولې د زمینو په خاطر یو سترګام پورته شوی دی.