غني د برېښنايي تذکرو پر وېش او د دې پروسې پر څار فرمان صادر کړ

ولسمشر اشرف غني د الکټرونیکي تذکرو د وېش او له دغه ملي بهیره د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت او اجرائیه ریاست له‌خوا د څارنې په اړه يو فرمان صادر کړی.

دغه فرمان چې د غويي د میاشتې په ۲۳مه نېټه صادر شوی نن د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا رسنیو ته لېږل شوی دی.

ولسمشر د دغه فرمان له مخې د دغه ملي پروسې د پلي کېدو د څارنې بهیر د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم مرستیال سرور دانش او د حکومت اجرائیه رئیس په مشرۍ کمېټې ته سپارلی چې يو شمېر اړوند نور بنسټونه هم په‌کې شامل دي.

په فرمان کې ویل شوي چې د وګړو د احوال او ثبت مرکزي اداره د الکټرونیکي تذکرو د پروګرام د پلي کېدو مسؤلیت لري چې د تجهیز تر څنګ د نورو اړتیاوو په برخه کې به د کورنیو، مخابراتو او مالیې وزارتونه ورسره مرسته او همکاري کوي.

د دغه فرمان له مخې ولسمشر ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دغې ملي پروسې په ښه پلي کېدو له يو بل سره همکاري وکړي.