شمالي کوريا د خپلې يوې وروستۍ راکټي حملې په باب چوپتيا ماته کړه او وايي، په بريا يې د منځني او لیرې واټن ويشتونکي ميزايلو نوى ډول ازمويلى دى.
دغه هېواد د امريکا متحده ايالاتو ته بيا د حملې د امکاناتو خبردارى ورکړ.
د شمالي کوريا په دولتي خبري اژانس کې په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې ويل شوي، د دې ازموينې هدف په لوړه سطحه د يوې درنې اټمي سرګلولې د لېږد لپاره د وړتيا ازمويل وو.
په اعلاميه کې ويل شوي، د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د دې توغندي د ازموينې څارنه کوله.