سعودي-روسیه: د تېلو په اړه موافقه دې د ۲۰۱۸ تر مارچه وغځول شي

د تېلو ستر صادروونکي هېوادونه سعودي عربستان او روسيه وايي، د تېلو د توليد د کمولو موافقه بايد د ٢٠١٨ میلادي کال تر مارچ مياشتې تمديد شي.

دغه څرګندونې د دې سبب شوي چې نن په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې لوړې شي.

د تېلو د سترو صادروونکو هېوادونو سازمان يا اوپېک، روسيه او نور توليدوونکي هېوادونه په لومړيو کې موافقه کړې وه چې د ٢٠١٧ میلادي کال په لومړي نيمايي کې د تېلو توليد د ورځې يو میليون او اته لکه بېرلو ته راکم کړي.

د شپږو مياشتو لپاره د دې موافقې د تمديد امکان هم په پام کې نيول شوى و.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد الفالح چې د چين په پلازمېنه پيکېنګ کې د روسيې د انرژۍ وزير الکساندر ناواک‌يې څنګ ته ناست وو، نن يوه کنفرانس ته وويل:

"موږ دې نتيجې ته رسېدلي يو چې دغه موافقه تمديد ته اړتيا لري."

دواړو وزيرانو وويل، د تېلو د توليد کمولو موافقه بايد د شپږو مياشتو پر ځاى د نهو مياشتو لپاره يعنې د ٢٠١٨ میلادي کال تر مارچ مياشتې وغځول شي.

د تېلو د توليد کمولو موافقې که څه هم د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې لوړې کړي، خو لاهم د يوه بېرل تېلو بيه ٦٠ ډالرو ته چې سعودي عربستان‌يې تمه لري، نه‌ده رسېدلې.