د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې له تېر کال راهیسې تر اوسه کاناډا او امریکا ته زر ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو ارقامو ته په کتو سره به سږ کال زیاته اندازه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا او کاناډا ته صادره شي.
ښاغلي مومند وویل چې افغان حکومت ژمنه ورکړې چې د جون میاشت کې به د هوا له لارې په کم لګښت بهر ته د وچې مېوې صادرات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د هوا له لارې په لوړه بیه بهر ته د وچې مېوې صادرات کېږي.