د بلخ ولایت د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د امو سیند د اوبو زیاتوالي د دوی د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.
د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ د تطارق او آرقباتور کلیو اوسېدونکي وايي چې سږ کال د امو سیند اوبه تر دې کچې زیاتې شوي چې د دوی د زراعتي ځمکو د ویجارېدو ترڅنګیې د دوی کلینیکونه، ښوونځي او د استوګنې کورونه هم متضرر کړي دي.
د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي رحیم وايي:
"زموږ سیمه کې تر دې دمه ۱۰۰ کورونه د اوبو د پورته کېدو له امله تخریب شوي او خلک مجبور دي چې له خپلو سیمو کډه وکړي او فعلًا سر پناه نهلري."
د شورتپې اوسېدونکي وايي چې په امو سیند کې د ازبکستاني نظامي کښتیو ګزمو او په اوبو کې یې لنګر اچولو هم اوبه طغیاني او پورته کړي چې په خبرهیې، د دوی د زراعتي ځمکو تخریبیې دوه برابره زیات کړی دی.
د آرقباتور کلي اوسېدونکی ملا عبدالرشید یې په اړه وايي:
" په آمو سیند کې د ازبکستان د نظامي کښتیو تګ راتګ او په اوبو کې یې لنګر اچونې د افغانستان لوري ته د زراعتي ځمکو تخریب زیات کړی او دولت هم تر دې دمه یادې موضوع ته جدي پاملرنه نهده کړې."
د بلخ د ولایتي شورا استازی هاشم عظیمي چې څه موده وړاندې د شورتپې او کلدارې ولسوالیو ته د امو سیند د اوبو د تخریب د وضعیت څېړلو لپاره تللی و، وايي چې هر کال د اوبو زیاتوالی سلګونه جریبه زراعتي ځمکه تخریبوي او له جوزا تر سنبلې میاشتې د اوبو د پورته کېدو کچه دوه برابره لوړېږي.
د ښاغلي عظیمي په خبره چې د امو سیند د اوبو د ستونزې حل میلیونونه ډالرو ته اړتیا لري، تر څو د سیند سواحل یا غاړې تحکیم شي.
عظیمي وویل چې دولت په تېره یوه نیمه لسیزه کې یادې موضوع ته پام نهدی کړی او د امو سیند د اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ویجاړیو مسئله لا بنیادي نهده حل شوې.
هاشم عظیمي وايي چې ازبکستان لوري ته د امو سیند څنډې کلکې شوي او د اوبو لنګر یې د افغانستان لوري ته یو نیم کېلو متر خاوره له اوبو سره لاهو کړې.
هغه په دې اړه وویل:
"د ازبکستان لوري ته د آمو سیند څنډې تحکیم شوي، تر دې دمه د افغان خاورې یو نیم کېلو متر ځای د سیند له اوبو سره یوځای شوی، د خلکو زراعتي ځمکې او د استوګنې ځایونه په کلدارې او شورتپې ولسوالیو کې تخریب شوي دي."
بلخوا د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم ازادي راډیو ته ویلي چې د امو سیند د سواحلو تحکیم او د ویجاړیو مخنیوی یوې لویې بودجې ته ضرورت لري چې تر دې دمه مرکزي دولت دوی ته په اختیار کې نهده ورکړې.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی