د کندز ولایتي شورا وایي، دولت د ۴ ولسوالیو د نیولو اراده نه‌لري

د کندز ولایتي شورا او خلک وایي، د دغه ولایت څلور ولسوالۍ باید ډېر ژر د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي ادعا کوي چې د دغه ولایت درې ولسوالۍ کلباد، اقتاش او ګل‎تپه لاهم د وسله‎والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې دي، خو دولت د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو او فعاله کولو جدي اراده نه‌لري.

د کندوز خلک وایي، که وضعیت په همدې ډول پاتې شي، د کندز نورې ولسوالۍ به هم د وسله‎والو مخالفینو لاس ته ورشي.

بل‌خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري چې یادې ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي او هلته خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز سیمه‎ییز چارواکي وايي چې دوی خپلو پوځي عملیاتو ته په دې هدف زور ورکوي، څو په روان کال کې د دغه ولایت ټولې سیمې د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي.