د شمالي کوریا د توغندي وروستۍ ازموینې نړیوال غبرګونونه پارولي

د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي وروستۍ ازموینې د نړیوالو سخت غبرګون پارولی دی.

اروپايي ټولنې او ناټو دا ازموینه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ بللی او روسیې او چین د کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

شمالي کوریا پرون سهار د بالسټیک توغندي یوه بله ازموینه وکړه چې دا اقدام د څارونکو په نظر ښايي د جنوبي کوریا د نوي ولسمشر مون جای-ائن «Moon Jae-In» لپاره یو نوی چلېنج وي.

لبرال مون جای-ائن چې په روانه اوونۍ کې د کوریا د نوي ولسمشر په توګه غوره شو، ویلي دي چې له پیونګ یانګ سره د کړکېچ کمول غواړي.