د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان کرکټ لوبډله به تر ۱۵ ورځني کمپ وروسته د وېسټانډیز پر لور روانه شي.
د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د وېسټانډیز له لوبډلې سره د لوبو په خاطر اوسمهال په هند کې تمریناتي کمپ لري.
ښاغلي فضلي وویل:
"له وېسټانډیز ټیم سره د کرکټ د ملي لوبډلې لوبه ډېره مهمه ده، نو ځکه زموږ د کرکټ ټیم اوسمهال په هند کې تمریناتي لوبې لري."
د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د وېسټانډیز سره د درېیو ۵۰ اوره او درېیو ۲۰ اوره سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د کرکټ بورډ د مسؤلینو په وینا، افغان ملي لوبډله به د روان میلادي کال د جون پر دوهمه نېټه له وېسټانډیز سره خپله لومړۍ ۲۰ اوره سیالي ترسره کړي.