د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې په څه باندې ۶۰ جریبه ځمکه نوي باغونه جوړ شوي چې دا د لغمان د باغدارانو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې د پام وړ رول لوبولی شي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د لغمان د دولتشاه ولسوالۍ په ۵۰ جریبه ځمکه باندې د مڼو او دغهراز په بادپښ ولسوالۍ کې په ۱۰ جریبه ځمکه کې د انارو باغونه جوړ شوي دي.
ښاغلی خوشحال وايي چې له دې وړاندې په دغو ولسوالیو کې کرنیز خدمتونه لږ وو.
دغه باغونه ۵۰ سلنه د کروندګرو او ۵۰ سلنه د کرنې وزارت د باغدارۍ د ملي پروژې په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.
د لغمان د کرنې رئیس وايي چې د دغو باغونو په جوړولو سره به یو شمېر زیاتو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.