پسرلی: نن د چک له سوداګرۍ خونې سره یو سوداګریز هوکړه‌لیک کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل رئیس نن یکشنبه په پراګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون کوي.

د دغې خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغې غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس عتیق‎الله نصرت به له چکي پانګه‎والو وغواړي چې افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي.

پسرلی وایي چې د افغانستان او چک هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف به یو هوکړه‎لیک هم لاسلیک شي.