د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، تصور نهشي کولای چې روسیه به د شمالي کوریا د توغندي په وروستۍ ازموینه خوشاله شوې وي.
شمالي کوریا نن یکشنبه یو توغندی وویشت چې د روسیې لیرې ختیځ ته نېږدې د جاپان په سمندرګي کې ولګېد.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي:
"د توغندي اغېز ته په پام چې تر جاپان د روسیې خاورې ته ډېر نېږدې لګېدلی، ولسمشر تصور نهشي کولای چې روسیه پرې خوشاله شوې وي."
د سپینې ماڼۍ په بیان کې د شمالي کوریا پر ضد د لا کلکو بندیزونو غوښتنه هم شوې ده.