د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په کندهار ښار کې یې د وسلهوالو طالبانو د جلب او جذب مسؤل نیولی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني نن ازادي راډیو ته وویل چې اختر محمد یې تېره شپه په ۹ حوزه کې د یوې چاپې پر مهال نیولی دی.
ښاغلی درانی زیاتوي چې په ورته یوه بله چاپه کې یې یو بل طالب چې په ښار کې یې چریکي عملیات ترسره کول، هم نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې په دوو غلچکي بریدونو کې د کندهار ولایت مطبوعاتي سلاکار عبدالغفور پیروز او یو بل ملا امام ووژل شول.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې دوو وسلهوالو کسانو په اړه څه نهدي ویلي.