پاکستان له چین سره د ورېښمو لار د طرحې لپاره نوې موافقې کړي

پاکستان وايي، د اسیا، افریقا او اروپا لپاره د چین د ورېښمو لار د طرحې په لړ کې‎ یې له چین سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې موافقې لاسلیک کړې.

چارواکو پرون د شنبې په ورځ وویل، دا موافقې پر هغې ۵۷ ملیارده ډالري ژمنې سربېره دي چې مخکې د پاکستان-چین د اقتصادي دهلېز یا کورېډور لپاره شوې دي.

د چین او پاکستان د اقتصادي کورېډور په پروژو کې د رېل‌لارو، سړکونو او برښناکوټونو جوړول شامل دي.

د ۵۰۰ میلیونه ډالرو موافقې پرون په پېکېنګ کې د ورېښمو لار د سرمشریزې په درشل کې لاسلیک شوې.

ټاکل شوې ده چې د پیکېنګ په سرمشریزه کې چې نن یکشنبه پرانیستل کېږي، د ۲۹ هېوادونو استازي په‎کې ګډون وکړي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د پیکېنګ د غونډې مهم برخه‌وال وي.