پرتګالي سندرغاړي د یورو وېژن سندرو لومړی مقام وګاټه

پرتګالي سندرغاړي د یورو وېژن سندرو د کلنۍ سیالۍ لومړی مقام وګاټه.

اټکل کېږي چې دا سیالۍ په نړۍ کې شااوخوا ۲۰۰ میلیونه کسانو په مستقیم ډول ولیده.

په دې سیالۍ کې چې د تېر مېلادي ‎کال د ګټونکي هېواد اوکراین په پلازمېنه کیف کې وشوه، د پرتګالي سندرغاړي سالفادور سوبرال سندرې لومړی مقام خپل کړ.

تېر مېلادي کال اوکراینۍ سندرې لومړی مقام ترلاسه کړی و.

سږ کال دوهم مقام بلغاريا او درېيم مالدویايي سندرې وګاټه.