د لندن هیترو هوايي ډګر کې یو ۱۲ کلن افغان هلک پیدا شوی

بریتانوي رسنۍ خبر ورکوي چې د لندن په هیترو نړیوال هوايي ډګر کې یو کم عمره افغان هلک موندل شوی دی.

راپورونه وايي، د بریتانيې د یوې محکمې قاضي پرېکړه کړې ده چې دا دولس کلن افغان هلک دې د ټولنیزې څارنې لاندې وساتل شي.

د بریتانيې هافپوست خپرونه وايي، دغه هلک ویلي مور يې په دې هدف چې دی به په بریتانیا کې ارامه ژوند وکړي، دی بریتانيې ته ولېږه.