کشمیر کې د پاکستاني او هندي سرتېرو ډزو دوه ملکیان وژلي

د هند او پاکستان تر منځ په لانجمنه سیمه کشمیر کې د دواړو هېوادونو د سرتېرو د ډزو په تبادله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دواړه خواوې پر یوه بل د تېرې ورځې د برید د پیل پړه اچوي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ملکي ادارې ویلي چې په دې وسله‌واله نښته کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

بل لورته د پاکستان پوځ ویلي چې د دوی تر کنټرول لاندې کشمیر کې بیا د دې جګړې له امله چې یو ساعت‌يې دوام وکړ، درې ملکیان ژوبل شوي دي.