د ایران ولسمشر وايي د مې د ۱۹مې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو سره ایران د تاریخي پرېکړې په څنډه ولاړ دی.
حسن روحاني دا څرګندونې پرون د تهران په ازادي میدان کې خپلو شااوخوا شل زرو پلویانو ته په وینا کې وکړې.
۶۸ کلن روحاني وویل باید پرېنهږدو چې ایران بیا منزوي شي.
نوموړی په راتلونکي انتخاباتو کې د جمهوري ریاست د دوهمې دورې لپاره کاندید دی.
د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف او محافظهکاره ابراهیم رئیسي د مې د ۱۹مې په انتخاباتو کې د روحاني نېږدې سیالان بلل کېږي.