هوپو بوکس (Hoopoe Books) ادارې له لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر څلورو میليونو ټوکو ډېر کتابونه وېشلي دي.
دغه اداره د نړۍ د مشهورو ليکوالو کتابونه چې د ماشومانو لپاره ليکل شوي، په پښتو او دري ژبو ژباړي او بيا يې وړيا په افغانستان کې پر ماشومانو وېشي.
دغه اداره په پام کې لري د افغانستان په نورو مروجو ژبو هم دغه کتابونه چاپ او ووېشي.
صالح محمد صالح په کاناډا کې د دې ټولنې له مېشت يوه رضاکار عبدالحميد شېرزي څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې تر دې شېبې يې په افغانستان کې د وېشل شويو کتابونو شمېر څو ته رسېدلى؟
Your browser doesn’t support HTML5