عبدالله: ډېر ژر به د بدخشان امنیت لپاره پر یوه طرحه بحث وشي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، له څېړنو وروسته به ډېر ژر د ملي امنیت شورا په ناسته کې د بدخشان ولایت د امنیت د ټينګښت لپاره پر یوې طرحې بحث وشي.

عبدالله عبدالله نن د شنبې په ورځ د بدخشان ولایت د بهارک ـ اشکاشم لویې لارې جوړولو د کار پیل په مراسمو کې وویل چې د بدخشان د امنیت د ټينګښت لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري اړينه ده.

ښاغلي عبدالله بدخشان ته په داسې حال کې سفر کړی چې له څو ورځو نښتو وروسته تېره ورځ افغان ځواکونه وتوانېدل چې زیباک ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راولې.