کریمي: د کندز چهاردرې کې هوايي برید۱۱ طالبان وژلي

په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۱ تنو وسله والو مخالفینو وژل کېدو خبر ورکوي.

په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې ویاند دګرمن غلام حضرت کریمي د شنبې په سهار له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې تېر ماځیګر د افغان هوايي ځواکونو په هوايي برېد کې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوتنه مهم قوماندانان قاري احمدشاه او ارشد هم شامل دي.

د نوموړې په وینا چې په دغه هوايي برېد کې د وسله والو مخالفینو یو عراده رنجر موټر هم له منځه تللی دی.

هغه زیاتوي چې په دې برېد کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.

همدارنګه د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه اته وسله‎وال طالبان په روی‎دواب ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال وژل شوي او ۱۵ نور وسله‎وال طالبان ټپیان دي.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.