په هرات کې د ګازو ډبې په چاودنه کې پنځه تنه ووژل شول او نږدې ٢٠ تنه نور ټپيان شول.
چاودنه د جمعې په ماښام د هرات د مرکز په يوه نانوايي کې شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسؤل محمد رفيق شېرزي ازادي راډيو ته وويل:
"د پېښې له ځايه پنځه مړي او ١٩ ټپيان د روغتيايي ټيم په امبولانسونو کې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، مړه شوي کسان نارينه دي، په ټپيانو کې دوې ښځې او څلور ماشومان شامل دي، د پنځو روغتيايي وضعيت نازک دى."
تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ګازو ډبو په چاودنو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.