د روسيې د پلازمېنې مسکو په سره ميدان کې لږ تر لږه ١١ فعالان پرون جمعه ونيول شول.
يوې څارونکې ډلې چې د مظاهرو بهير څاري ويلي، دغو فعالانو په لوړ غږ د روسيې اساسي قانون لوست چې ونيول شول.
د او، وي، ډي- اينفو (OVD-Info) په نامه ويبسايټ چې د فعالانو نيول کېدل تعقيبوي، راپور ورکړى چې په نيول شويو کې ايلدار دادين هم شامل دى.
دادين له هغه شديد قانون څخه د سرغړونې له کبله د بند موده تېره کړې چې په دغه هېواد کې مظاهرو ته اجازه نه ورکوي.
او، وي، ډي- اينفو ويبسايټ راپور ورکړى چې نيول شوي فعالان د مظاهرې ساحې ته څېرمه د پوليسو حوزې ته بېول شوي دي.
دا لا څرګنده نه ده چې پر دوى کوم تور هم پورې شوى که نه.
دادين د روسيې تاس خبري اژانس ته ويلي، «يو پوليس نېږدې راغى او ګوتڅنډنه يې وکړه، که له دې ځايه لاړ نه شئ، وبه نيول شئ.»
د ده په خبره لس دقيقې وروسته پوليسو ونيول.