ترکي چارواکو د اسهامو د تبادلې څه د پاسه ۵۰ کارکونکي نیولي

ترکي چارواکو د استانبول د اسهامو د تبادلې څه د پاسه ۵۰ کارکونکي نیولي دي.

دا کسان د استانبول د اسهامو د تبادلې په اړه د تحقیقاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.

انادولو خبري اژانس نن راپور ورکړ چې ۵۷ کسان په ۶ ولایتونو کې په امریکا کې مېشت د ترکيې د حکومت د مخالف فتح‎الله ګولین سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوي دي.

د ترکيې حکومت فتح‎الله ګولین تورن کړی چې په دې هېواد کې د وروستی ناکامې پوځي کودتا ترشا و، خو ګولین دا تور بې اساسه بولي.