د روسيې د ارتودوکس کلیسا یوه لوړ رتبه مقام ویلي، د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره په کتنه کې نوموړي ته ویلي چې روسیه او امریکا باید د ترورېزم پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
د روسيې د ارتودوکس کلیسا د بهرنیو اړیکو مسؤل میټرو پولیتان هیلاریون پرون په واشنګټن کې د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشر سره ولیدل.
نوموړی وايي، مایک پنس ته يې وویل چې د ترورېزم پرضد باید بېلابېل نه بلکې یو ګډ ائتلاف مبارزه وکړي چې مشري امریکا اوروسیه پر غاړه ولري.
روسي چارواکو پر متحده ایالاتو تور پورې کړی دی چې د ترورېزم ضد مبارزه کې دوه مخېیزه تګلاره لري.
خو متحده ایالاتو د روسيې دا تو ردوي.