اردوغان: امریکا ته به مې سفر په اړیکو کې یو مهم تحول وي

د ترکيې ولسمشر وايي، امریکا ته د ده راتلونکی سفر به د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکو یو مهم تحول وي.

ترکیه د متحده ایالاتو له‎خوا په سوریه کې کُرد وسله‎والو ته د وسلو د ورکولو له امله په غصه ده.

ترکیه د کُرد وسله‎وال دا ډله چې د امریکا په ملاتړ په سوریه کې د داعش پرضد جنګېږي، تروریستي سازمان ګڼي.

ټاکل شوې ده چې ترکيې ولسمشر د روانې مې میاشت په ۱۶ او ۱۷ له متحده ایالاتو کتنه وکړي.