د ایران د ولسمشرۍ لپاره ۶ کاندیدان نن په یوې ژوندۍ ټلویزوني مناظره کې ګډون کوي.
دا د مې د ۱۹ نېټې تر انتخاباتو مخکې د کاندیدانو ترمنځ د درېیو تلویزوني مناظرو وروستۍ ده.
په نننۍ مناظره کې کاندیدان د ایران د اقتصاد پر مسئله بحث کوي.
د ایران ولسمشرحسن روحاني په راتلونکو انتخاباتو کې د دوهمې څلور کلنې دورې لپاره کاندید دی.
د نوموړي دوه نېږدې سیالان ابراهیم رئیسي او د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف دي.
حسن روحاني له خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي او خپل سیالان يې تورن کړي چې په غیرحقیقي ژمنو سره رأيې ورکوونکو ته فریب ورکوي.