ارزګان چارواکي: خاص ارزګان کې د نښتې پر مهال ۸ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه یيز امنیتي چارواکې وايي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار اته بجې وسله‎والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د چارا کیا سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته افغان امنیتي ځواکونه ورسره په نښته واوښته او ترماسپښین څلوربجو پورې یې دوام وکړ چې پر مهال يې ۸ وسله‎وال طالبان ووژل شول او۵ نور ټپيان شول.

نوموړی وايي، په یاده نښته کې یو پولیس هم ټپي شوی دی.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره د دغې ولسوالۍ لاره د مرکز ترینکوټ سره د تیریو نیم کال راهیسې وسله‎والو طالبانو د ترافیکو پرمخ تړلې ده.