په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي چې د کندز- تخار د لویې لارې په اوږدو او د قلعهزال ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پامیر د شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د جمعې د ورځې په سهار په قلعه زال ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې د حکومت لس تنه مخالف وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي کریمي همدارنګه زیاته کړه چې تېره شپه د کنذز-تخار د لویې لارې په اوږدو کې هم شپږ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان دي.
په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې دې ویاند ویلي چې په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان نهدی رسیدلی او افغان امنیتي ځواکونه هم تلفات نهلري.
وسله والو طالبانو له تیرو څو ورځو راهیسې د کندز – تخار لویه لاره تړلې ده.
له بلې خوا افغان چارواکي وايي، له وسلهوالو څخه د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې د خانقا، خاش و قرغونداج کلي له وسلهوالو پاک شوي دي.
په شمال ختیځ زون کې د ملي اردو د پامیر شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې یمګان کې یې د عملیاتو په دې تازه پړاو کې د وسلهوالو طالبانو څلور تنه وژلي.
ښاغلي کریمي په دې عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د افغانستان د ملي اردو ځواکونه په داسې حال کې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د پرمختګ ادعا کوي چې پرون یې له وسلوالو طالبانو څخه ددې ولایت د اشکاشم او زیباک د ولسوالیو د نیولو خبر ورکړی و.
یمګان ولسوالۍ له څه مودې راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده.