له بغلانه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د برکه ولسوالۍ پر مرکز ډله ییزه حمله پیل کړې.
د بغلان د امنیتې قوماندانۍ د امنیت امر جنرال امیرګل حسن خېل چې د مرستندویه ځواکونو سره دې ولسوالۍ ته ورغلی نن سهار یې ازادي راډیو ته وویل، جګړه کمه شوې، طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په شا شوي دي.
نوموړي د وسلهوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق شمېر یاد نه کړ او په جګړه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم جزئیات ورنه کړل.
بورکه ولسوالۍ د بغلان په ختیځ کې د کندز ځینو ناامنو ولسوالیو سره تړلې ده، د دې ولسوالۍ ځینې برخې لا له مخکې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي.