کونړ اوسیدونکي وايي مرکزي روغتون یې اړتیاوې نشي پوره کولای

د کونړ اوسیدونکي د دې ولایت د مرکزي روغتون له وړوکوالي او په یاد روغتون کې د امکاناتو له کموالي شکایت کوي.

د روغتون مسؤلین هم مني چې د روغتون ودانۍ د پنځوسو کلونو لپاره جوړه شوې او د ناروغانو اوسني شمېر او اړتیاو ته ځواب نشي ویلای.

د کونړ د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاګ ازادي راډیو ته وویل چې د مرکزي روغتون د نوې ودانۍ لپاره ځمکه اخیستل شوې او په راتلونکې کې به کونړ یو لوی روغتیايې کمپلیکس ولري.

د یادولو ده چې په کونړ ولایت همدا یو دولتي روغتون دی چې د ګاونډي نورستان ولایت ناروغان هم ورته مراجعه کوي.